اسلام آباد۔10جون (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې د پاکستان او ايران ترمينځه د اوږدې مودې د ملګرتيا اړيكې لا ښه کول غواړؤ ٬ يو سولييز او محفوظ افغانستان د سيمې په ګټه دے، د چين او پاکستان ترمينځه مهمه همكاري ده سي پېک به ګردې سيمې لپاره ګېم چېنجر منصوبه ثابت شي٬ روسیې سره دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو ته وده ورکول غواړؤ، په پاکستان کښې د مئي د نهمې نېټې په پېښو کښې ككړ عناصرو له به قانون سره مخ كېدل وي٬ په تېر وخت كښې په پوځي تنصيباتو د بريدونو كوم مثال نه تر لاسه كېږي٬ عمران خان په ا قتدار كښې پاتې كېدو سره او د مخالفې ډلې لارښود په توګه د پارليمنټ وقار ته زيان ورسولو٬ سياسي استحكام جمهوريت لپاره مهم دے٬ د خالي په ورځ الجزيزه ټي وي سره مركه كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل عراق او پاكستان د اوږدې مودې راهسې د ملګرتيا اړيكې لري، دواړه هېوادونه په تاريخي، مذهبي او كلتوري اړيكو يو بل سره سره تړلي دي او پاكستان له عراق سره د اړيكو لا ښه كول غواړي۔ په نجف اشرف كښې به ډېر زر پاكستانۍ قونصل خانه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان تر ټولو زيات ترهګرۍ ځپلې هېواد دے٬ په افغانستان كښې څو لسيزو راهسې ناامني ده ٬ د افغانستان په اړه د پاكستان پالېسۍ څرګنده ده۔ يو څوكاله او محفوظ افغانستان نه يوازې د افغان اولس بلكې د ګاونډي هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ په ګټه كښې دے۔ د افغانستان نوې حكومت دې د مېرمنو زده كړو ٬ د بشري حقونو او د نورو په ضد د خپلې زمكې د ترهګرۍ په توګه كارولو څخه منع كولو له ګامونه پورته كړي۔ نړيواله ورورولي دې په دې لړ كښې خپل لوظونه وپالي۔ ده ووئيل د افغانستان د مسئلو حل په خبرو اترو كښې دې۔ د تحریک طالبان پاکستان د لاسه پاكستان خطر سره مخ دے او د دوئي په ضد كارروائيو لپاره مو كابل ته استدعا كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ایران او پاکستان ترمينځه د بارټر ماركيټ او ټرانسمېشن لائن حوالې سره دوه لوظنامې شوې دي۔ د سعودی عربستان او ايران ترمينځه د چين په مرسته د سفارتي اړيكو بحالي يو مثبت خبر دے كوم چې د سيمې هېوادونو لپاره مهم دے۔ ده ووئيل د چين پاكستان ملګرتيا په هر موسم كښې آزمائيلې شوې ده۔ پاكستان د چين د ون بېلټ ون روډ منصوبې برخه ده٬ د سی پېک لاندې پاكستان كښې د ګرانو منصوبو تاثر سم نه دے۔ سي پېك د پاكستان او چين په شمول نورو هېوادونو لپاره ګېم چېنجر دے۔ ده وئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكو په ځايې كولو عزم لري۔ روسيه سره د تجارتي اړيكو په زياتولو كښې خوښي لري۔ پاکستان روسيه، یوکرائن جنګ كښې بې پرې پالېسي خپله كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اوږدې مودې لپاره آمريت پاتے شوے دے۔ پېيپلز ګوند ټول عمري دا چېلنج كړے۔ ده ووئيل عمران خان ټول عمري له د آمرانو ملاتړ كړے۔ ده په كال 2018ء كښې د ټګۍ او د اسټېبلشمنټ په مرسته اقتدار ترلاسه كړو۔ پوځ سره د مخاصمت پېل ده د تېر كال اپرېل مياشتې څخه وكړو كله چې پوځ د ده سياسي عمل څخه د لاتعلقۍ اعلان وكړو۔ ده ووئيل د ده مسئله دا نه وه چې د پوځ په سياست كښې كوم كردار وو بلكې د ده مسئله دا وه چې پوځ د ده ملاتړ ولے نه كوي۔ د ده په پارولو د مئي په 9 مه نېټه په جي اېچ كيو او د كور كمانډر هاؤس په شمول په پوځي تنصيباتو بريدونه وكړې شول۔ د پاكستان په سياسي تاريخ كښې د كوم ګوند داسې نه دي كړې۔ ده ووئيل په دې بريدونو كښې ككړ كسان به قانون سره مخ كولې شي۔ ده ووئيل د جمهوريت پياوړتيا له سياسي استحكام ضروري دے۔ ده زياته كړه چې د ميثاق جمهوريت له امله كال 2008 څخه تر كال 2013 هېواد كښې سياسي استحكام پاتے شو۔
پاكستان ټولو سره د ملګرتيا اړيكو په ځايې كولو عزم لري ٬ پاک – ايران اړيكې لا ښه کول غواړؤ٬ يو سولييز او محفوظ افغانستان د منطقې په ګټه دے ٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará