اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو غونډې پ?? نړيواله كچه د پاکستان حېثيت مستحكم كولو سره د منطقې هېوادونو سره د مشتركه پرمختګ د عزم څرګندونه هم ده ٬ د نړيوالو مشرانو بشپړ ګډون دا خبره واضحه كړه چې پاکستان پ?? نړيوالو فورمونو يو فعاله كردار لوبوي٬ دا غونډه نه يوازې پ?? نړيوالو اړيكو كښې د پاكستان اهميت رامخې ته كوي بلكې په منطقه كښې شريكې همكارۍ او د مشتركه چېلنجز مخه نيولو لپاره يو مضبوط پلېټ فارم وركوي۔ په غونډه كښې په ګډون كوٶنكو مشرانو كښې د چين وزيراعظم لي چيانګ?? د ??يلاروس وزيراعظم رومن ګولوو چينکو، د قازقستان وزيراعظم اولزهاس بيکوتينوو?? د ??وسيه وزيراعظم ميخائل مشوستن?? د ??اجکستان وزيراعظم قاهر رسول زاده?? د ??زبکستان وزيراعظم عبدالله اريپوف، د کرغزستان د وزيرانو د كابينې چيئرمېن اکيل بيک جاپاروف?? د ??يران د تجارت وزير سيد محمد عطابېك او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنکر شامل وو۔ د غونډې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو مشرانو د پاكستان د سيمه ايز استحكام د هڅو ست??ئنه وكړه او د دې خبرې عزم يې وكړو چې مونږ به د مشتركه چېلنجز مخنيوي لپاره په ګده كار كوٶ۔ دوي په دې خبره زور راٶړو چې د پاکستان په مشرۍ كښې په منطقه كښې امن و امان برقرار ساتلو لپاره مهم او د ست??ئنې وړ ګامونه پورته كړې شوي۔ وزيراعظم شهباز شريف خپلې وېنا كښې دا عزم څرګند كړو چې پاکستان به نه يوازې د خپل اولس بهترۍ لپاره كار كوي بلكې د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه به د اولسې مسئلو حل لپاره به ګډه اقدامات كوي٬ په غونده كښې نړيوال چېلنجز ٬ لكه موسمياتي بدلون او د غېر متعدي رنځونو هم ذكر وكړے شو ۔ وزيراعظم د پاکستان لخوا د موسمياتي بحران مقابله کولو او د صحت مسئلو حل لپاره په پورته كړو اقداماتو رڼا واچوله۔ ده وو??يل دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ نه يوازې خپل هېواد بلكې د ټولې منطقې خېرښګرې لپاره كار وكړو٬ د پاکستان موجوده حکومت اولسي مسئلې د حل كولو عزم سره مخ په وړاندې روان دے ٬ حکومت د صحت، تعليم، او معيشت په څانګو كښې اصلاحات پېل كړي چې مقصد يې اولس ته بهتر سهولتونه وركول دي ۔ دا غونډه د دې خبرې عكاس ده چې پاكستان پ?? نړيواله ورورلۍ كښې يو فعاله كردار لوبولو له چمتو دے ٬ د اېس سي او سمټ دا واضحه كړه چې د پاکستان په عزم كښې هېڅ كمے نه دې راغلے٬ د غونډې د لارې پاكستان دا ثابت كړه چې ھغه په سيمه ايز او نړيواله كچه مرستې، پرمختګ او د امن ودې لپاره هڅې كوي ٬ د دې اقدامات د لارې پاکستان نه يوازې د اولس خېرښګرې لپاره كار كوي بلكې د خپلو ګاٶنډيانو هېوادونو سره هم د زړه پورې اړيكو جوړولو هڅې كوي ٬ د مشرانو دا سمټ په منطقه كښې امن او سلامتيا، استحکام او د پرمختګ لارې هوارولو لپاره يو نوې سنګ ميل ثابت شوے٬ د پاکستان قيادت واضح كړې چې دا هېواد نه يوازې د خپل اولس خېرښګرې لپاره هڅې كوي بلكې د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه د يو خوشحاله او خوندي سباون جوړولو لپاره هم عزم لري ٬ د دې عزم له مخې پاکستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د پرمختګ نوې منزل په لټولو كښې بوخت دے، چرته چې شريكه مرسته او د باور د لارې يو محفوظ، مستحکم او د پرمختګ كونكې منطقې خوب رښتيا شي٬ د?? هر څه د پاکستان د کاميابۍ قيصۍ ته يو نوې اړخ وركوي او د سباٶن لپاره په زړه پورې توقعات راپېدا كوي۔
د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډه: د پاكستان په سفارتي كچه كاميابي۔تجزيه
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais