اسلام آباد 20 جنوري(اے پي پي) سېنېټ ته وئيلي شوي دي مالي كال 16-2015 كښې هېواد كښې د داروګانو د بيعې زياتولو اجازه نه وه وركړې شوې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود د پوښتنې په ځواب بليغ الرحمان ووئيل ٬ د مالي كال 16-2015 كښې هېواد كښې د داروګانو د بيعې زياتولو اجازه نه وه وركړې شوې خو د كابينه اقتصادي رابط?? كمېټۍ لخوا د منظور كړې شوې ډرګ پرائسنګ پاليسۍ 2015 له مخې د ځينو داروګانو بيعه د 8 نه تر 20 فيصده زياتولو اجازه وركړې شوې وه?? ده ووئيل ځينو كمپنو د وفاق د اجازې نه غېر د سندھ هائي كورټ څخه حكم امتناعي ترلاسه كولو نه پس د داروګانو بيعه زياته كړې وه ٬ ده ووئېل ډريپ او وفاقي حكومت د اټارني جنرل پاكستان د لارې د كېس پېروي كوي او ډلو د رائيو اورېدو نه پس سندھ هائي كورټ په 19?? دسمبر كال 2016 يو امر كړې ؤه خو د دغې امر په ضد كمپنو انټراكورټ اپيلونه كړي ٶه چې پكښې دوه كسيزه بېنچ دوي له بيا حكم امتناعي وركړې او په دې لړ كښې ډرېپ او وفاقي حكومت چارې كوي?? ده ووئيل د مالي كال 16-2015 پ مهال د 3272 داروګانو د رجسټرېشن منظوري وركړې شوې وه ۔
مالي كال 16-2015 كښې د داروګانو بيعې زياتولو اجازه نه وه وركړې شوې٬ د 3272 داروګانو رجسټرېشن منظوري وركړې شوې۔ د بليغ الرحمان سېنېټ ته ځواب
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ