لاهور 11 فروری(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي تحریک انصاف خپل ځان ته زيان رسولو سر?? سره د حکومت وخت هم ضائع کړو، پی ټی آئی او پی پی پی دې د تحمل څرګندونه وكړي، جمهوریت لپ??ره ښه ده چې ټول په خپل حد كښې دننه خبره وكړي، پاکستان ریلوے كښې ټول لوکوموټیو په 6 ټریکشن موټرز چلېږي چې له امله ئې د انجن فیل كيدو پېښې کمي شوي ، اکانومی کلاس په سټینډ??ډز اے سی كښې د بدلولو پريكړه شوي۔ ده د خالي پھ ورځ د رائیونډ ریلوے اسټېشن د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته خطاب کولو۔ په دې مهال نومورې عالم دین مولانا طارق جمیل، د قامی اسمبلۍ غړے افضل کھوکھر ٬ د صوبائی اسمبلۍ غړے چوهدری ګلزار ٬ د پاکستان ریلویز چیف ایګزیکټو آفېسر جاوید انور پشمول د ریلوے افسران او د مسلم لیګ (ن) کارمندان هم موجود وو۔ وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق ووئيل د پاکستان مسلم لیګ (ن) کارمندانو اولس له د ووټ حق وركولو لپ??ره تكليفونه زغملي خو عمران خان دھرنا (2 )ټو كښې پش اپ كولو سره خاموش شو۔ ده ووئيل خېبرپښتونخوا ته تللو سره معلومه شوه چې ه??ته عمران خان وخت ضائعه كړے او څه ئې ه?? نه دې كړي، كه هغه د تورونو لګولو په ځائې د اولس خذمت کړې وو نو خېبرپښتونخوا د اولس په زړ??نو به ئې راج كولو۔ ده ووئيل د كار هيڅ نعم البدل نه وي ، په معمولي غلطۍ اولس خپل مشران بخښي خو په لويه غلطۍ اولس د خپلو مشرانو احتساب هم كوي د كومې مثال چې پی پی پی دے۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداری پنجاب ته راتللو سره مونږ ته ګټه شوي،بلاول او زرداری له مشورہ وركوو چې پنجاب ته زيات راځي دغسې چې د هغوي د ووټونو شميره زياته شي۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) خېبرپښتونخوا ته رجوع كوي او سندھ ته به هم ځو۔ وفاقی وزیر ووئيل د رائے ونډ ریلوے اسټېشن د بنیاد تيګه اېښودلو سره زمونږ د خوب تعبير پوره كيدل دي ، زمونږ د دور څخه وړاندې زياتره ریلوے اسټېشنې ناك??ره شوې وي په هغې كښې ځينې سمې كړې شوي او ځينې لا پاتي دي، د رائیونډ ریلوے اسټېشن جوړولو كوم بل مقصد نشته ٬ تبلیغی جماعتونو تږ راتږ له اسانۍ وركول دي۔ ده ووئيل پاکستان ریلویز كښې د اصلاحات پیکیج وركړې شوے او دا هغه ریلوے نه دے كوم چې درې نيم كاله وړاندې وو۔ ده ووئيل سیاسی مخالفینو ته خواست كوو چې په سیاست تنقید وكړي خو دې سر?? سره د ښه كار ستائنه هم وكړي۔ ده ووئيل د ټرین پېښو كښې زياتره د انسانانو غلطی شامل وي ، د سسټم غلطی چرته نه ده رامخې ته شوي ۔ په دې مهال د قامی اسمبلۍ غړي ملك افضل کھوکھر پشمول د د مسلم ليګ (ن) نورو لارښودو هم خطاب وكړو۔(
تحریک انصاف خپل ځان ته زيان رسولو سره سره د حکومت وخت هم ضائع کړو، پی ټی آئی او پی پی پی دې د تحمل څرګندونه وكړي
مضمون کا ماخذ : کڑک