اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئيلي دي د زرمبادله پانګې زياتولو لپاره د ائي اېم اېف ??روګرام په ??اميابۍ سره ختمول ضروري دے٬ د پاكستان حكومت د بجلۍ او توان په څانګه كښې په اصلاحات عمل كوي٬ كر كېلې او لائيو سټاك ته حکومت پام لرنه كوي ۔ ده دا خبره د نهې په ??رځ د خزانې په ??زارت كښې د پاک مټياري لاهور ټرانسميشن کمپنۍ او نيسلے پاکستان پلاويو سره په ??لاقاتونو كښې وكړه ۔ د پاک مټياري لاهور ټرانسميشن کمپني صدر او سي اي او ژانګ لي د پلاوي مشري كوله ٬ په دې موقع ډپټ?? سي اي او ما ديشينګ او سي اېف او وانګ بو هم مو??ود وٶ٬ ژانګ ل?? سينيټر محمد اورنګزيب له په ??زارت سنبهالولو مباركي وركړه او په بېلا بېلو څانګو كښې اصلاحات او د ډھانچه جاتي نمو او بهترۍ لپاره ئې د حكومت د هلو ځلو او اقدامات ستائنه وكړه ۔ ده د چائنا اليکټرک پاور ايکوئپمنټ اينډ ټيکنالوجي کمپني لميټډ (سي اي ټي) او په ??و شمېر هېوادونو كښې د دې د روانو منصوبو جاج وراندې كړو٬ ده په دې موقع د خزانې وزير ته د مټياري-لاهور منصوبې د پېشرفت په اړه بريفنګ هم وركړو او د هائبرډ تجديد وړ توان او د هائيډروجن پيداوار په اړه پاكستان كښې د ممكنه موقعو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نيسلے پاكستان چيئرمين سيد ياور علي په ??شرۍ كښې پلاوي سره په ??لاقات كښې د خزانې وزير ووئيل د مالياتي تګلارو د لارې مهمو څانګو ته د ودې وركولو په ??اليسۍ عمل كوٶ۔ په ??لاوي كښې د فارمرز ايسوسي ايشن آف پاکستان پخواني صدر آفاق احمد ټوانه هم شامل ؤ او په دې موقع د خزانې وزير مملکت علي پرويز ملك او د لېنډ ريونيو پاليسۍ (اېف بي آر) غړي هم مو??ود وو۔ په غونډه كښې په ??اکستان كښې د زراعت او لائيو سټاک په څانګو كښې د پرمختګ لارې لټولو پلو پام وګرځولے شو۔ سيد ياور علي ووئيل په دواړو څانګو كښې پېداواري صلاحيت او په برامدات كښې د اضافې صلاحيت مو??ود دے۔ پلاوي په ??اليسي فريم ورک كښې كر كېلې او لائيو سټاک ته په ??ام لرنه كولو د حكومت ستائنه وكړه ٬ دوي په دې لړ كښې د خاص ادارې جوړولو تجويز هم وركړو چې پكښې د پېشه ورو كسانو او تحقيقي پوهانو ان پټ څخه په شواهدو اډانه پاليسۍ به مرتب كول وي دغسې چې د څانګې پرمختګ او برامدات وده وكړي۔ د خزانې وزير د پلاوي په تعميري وړاندېزونو مننه وكړه۔ ده د مالياتي طريقه كار د لارې په دې مهمو څانګو كښې ملاټر كولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د خزانې وزير باور وركړو چې په ??جوزه فريم ورک غور كولو لپاره به اړوندو وزارتونو سره مشوره كولې شي دغسې چې د عمل وړ پاليسۍ باوري كړې شي۔ په غونډه كښې ډلو په ??اكستان كښې د كركېلې او لائيو سټاك په څانګو كښې پرمختګ لپاره د مشتركه هلو ځلو امكانات په اړه هيله څرګنده كړه۔
د زرمبادله پانګې زياتولو لپاره د ائي اېم اېف پروګرام په كاميابۍ سره ختمول ضروري دے٬ د پاكستان حكومت د بجلۍ او توان په څانګه كښې په اصلاحات عمل كوي۔ د وفاقي وزير محمد اورنګزيب پلاويو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا