اسلام آباد ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د عطيه كوٶنكو ??ېو??دونو او ادارو د افغان كډوالو عزت سره ??ېو??د ته د ستنېدو لپاره د بشپړه مرستې باور وركولو سره د تېرو 40 كالو راهسې د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو په بې لوثه كوربتوب د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كړې ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د عطيه كوٶنكو ??ېو??دونو او ادارو لخوا نمائندګانو د جمعې په ورځ پاكستان كښې د امريكائي سفارت تر سېوري لاندې فرېنډز آف سلوشن فار افغان رفیوجیز (اېف او اېس اېس اے آر) غوندې په مهال كړې۔ په غونډه كښې 36 عطيه كوٶنكو ??ېو??دونو او د ادارو سيفرانو٬ پاكستان كښې مشرانو او نمائندګانو په لويه شمېره ګډون كولو۔ په دې موقع د سفېران وزير شهر یار خان آپریدی امريكائي سفير پال جونز سره د غونډې مشري وكړه۔ په غونده كښې د سېفران سېكتر محمد اسلم، د افغان قونصلګرې د قونصل مشر سلیم بېګ هم موجود ٶ۔په دې موقع خپلو خبرو كښې شهريار اپريدي ووئيل پاکستان د نړۍ يوازنې ??ېو??د دے چې د ملګرو ملتونو د سفارشاتو له مخې ئې افغان كډوال په معاشرتي چوكاټ كښې شامل كړې دي٬ مونږ د افغان كډوالو په كېمپونو كښې ورمخې ته مسئلې حل كولو لپاره اقدامات كوٶ
د امریکائي سفارت تر سېوري لاندې فرېنډز آف سلوشن فار افغان رفيوجز غونډه
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس