اسلام آباد۔25اپرېل(اے پي پي) د برطانيې او پاكستان ترمينځه په دوه اړخيزه اعلی تعليمي اړيكو كښې د يو مهم سنګ ميل په توګه يو پلاوې دا مهال د پاكستان په سركاري دوره دے۔ د برټش کونسل او د لوړو زده كړو كمېسيون (اېچ اي سي) سينئر چارواكو سره پلاوي د نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ ټېکنالوجی (نسټ) دورہ وكړه۔ د پلاوي مشري سر سټیو سمتھ كوي۔ د نسټ رېكټر انجینئر جاوید محمود بخاری پوهنتون ته په رسېدو مېلمنو ته هركلے اووې۔ رېكټر په دې خبره زور راوړو چې دا دوره نه يواځې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تعليمي اړيكو مضبوطولو پلو پېشرفت دے بلكې بېن الثقافتی تفاهم ته وده وركولو او د نړيوالو لارښودو د راروان نسل تربيې لپاره د ګډې عزم قوي كوي۔ د اېچ اي سي پاكستان او برټش كونسل (بی سی) په مرسته د برطانېي پلاوي دوره به په كال 2018 كښې د پېل شوي فلېګ شپ اقدام “پاکستان یو کے اېجوکېشن ګېټ وے” مقصد ترلاسه كولو له مرستياله ثابت شي
د برطانيه پلاوي د نسټ دوره ٬ د تعليم او تدريس په څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته مواقفت
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا