اسلام آباد 03فروری(اے پی پی)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي چې د حكومت او كے اليكټرك ترمينځه چارې ترسره كولو لپاره ټاسك فورس جوړ كړې شوې٬د كے اليكټرك لوظ نامې نه پس به ټولې چارې ترسره كړې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر مشتاق احمد د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم آفس لخوا د واجب الادا رقم وصولۍ پشمول نورو چارو لپاره يوه ټاسك فورس جوړ كړی شوې چې مشري يې شاهد خاقان عباسي ته وركړې شوې چې څه وخت ټاسك فورس خپل سفارشاتو ته حتمي شكل وركړي نو دا به منظورۍ لپاره وفاقي كابينې ته لېږلې شي۔ده ووئيل چې د كراچۍ وګړو ته رېليف لپاره هره ورځ يو زر مېګاواټ برېښنا وركولې كېږي۔ حكومت په كے اليكټرك ټيرف 20 روپۍ په يو يونټ رېليف وركوي۔ده ووئيل چې د برېښنا د سپلايۍ په مد كښې د كے اليكټرك لخوا د واجب الادا رقم ماليت 490 روپۍ وو او تېر كال كے اليكټرك 85.133 ارب روپۍ واجب الادا رقم ادا كړې
د حكومت او كے الېكټرك ترمينځه چارې ترسره كولو لپاره ټاسك فورس جوړ كړې شوې۔ انجينئر خرم دستګير
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام