اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سینیټر اورنګزیب وئيلي دي چې ټیکس نظام ډیجیټلائزیشن سره به شفافیت او وصولیو كښې اضافه وشي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د بل اینډ میلینډا ګیټس فاؤنډېشن ډپټی ډائریکټر جیسن لیمب سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع وزیر مملکت علی پرویز ملك ،د اېف بی آر چیف ایګزیکټو آفیسر هم موجود وو۔ وفاقی وزیر د بل اینډ میلینډا ګیټس فاؤنډیشن د اړخه د اېف بی آر روان ډیجیټلائزیشن لپاره د میکینیزی اینډ کو شاملولو كښې د مرستې ستائنه وكړه۔ د خزانې او محصولات وفاقی وزیر پاکستان كښې د ای ګورننس صلاحیت او استعداد زياتولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د ټیکس نظام ډیجیټلائزیشن د ټېکس وصولۍ عصري كولو پلو يو مهم ګام دے چې سره به شفافیت او آمدن كښې اضافه وشي۔ده موجوده ډیټا د ټیکس مقصدونو لپاره په كوټلي ډول كارولو له د ضروری اصلاحات ذکر هم وكړو۔ وزیر مملکت علی پرویز ملك په هېواد كښې د سمدستي ادائیګۍ نظام راست د نفاذ چیلنجونو او د دې د فعاليت د لا ښه كولو د تګلارې جائزه هم وړاندې كړه۔ د غونډي ګډون كونكو اهداف لپاره په ګډه كار روان ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔
د ټیکس نظام ډیجیټلائزیشن سره به شفافیت او وصولیو كښې اضافه وشي ، د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سینیټر اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina