اسلام آباد 13مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ملاق??ت مثبت ګرځولو سره وئېلي دي هغه سره د صوبې ??ه مسائلو ګټورې خبرې شوي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف سره د ملاقات نه پس د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د وفاقي وزير امير مقام سره ميډيا سره په خبرو كښې علي امين ګنډا پور ووئېل د ملاقات په مهال وزيراعظم وئېلي دي چې اولس تاسو له مينډېټ در??ړے چې كومه هم ډله راولې اعتراض به نه لرو٬دغسې وزيراعظم د ب??پړ ملاتړ باور را??ړے ۔د خېبرپښتونخو وزيراعلٰی پخپلو خبرو كښې ووئېل دا پاكستان زمونږ دے٬د ب??ني پي ټي آئي سره د ملاقات په اړه چارو هم خبرې شوي چې د سېنېټ الېكشن په اړه د ب??ني پي ټي آئي سره ملاقات ضرورې دے۔علي امين ګنډا پور ووئېل د نېشنل سكيورټي په اړه به هم ډېر زر غونډه راوبللې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ب??ني پي ټي آئي دا مطلب نه ؤ چې پاكستان ته پيسۍ ورنه ??ړے شي۔ده ووئيل چې كله وزيراعظم پیښور ته راغلو نو هغه مهال زه موجود نه ووم۔علي امين ګنډا پور ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف ماته دا باور هم راكړو چې پینډۍ اډياله زندان كښې د ګوند مشر سره د ملاقات كولو اجازه به در??ړے شي چرته چې چارواكو حفاظتي اقدامات زيات كړي او پخواني وزيراعظم عمران خان سره د “تهريټ الرټ”په سبب زه د ملاقات څخه منع ??ړے شوے يم ۔ دغسې ما وزيراعظم ته ووئيل زه به د راتلونكو سېنېټ ټاكنو په اړه د خبرې كولو لپاره د ګوند مشر سره ملاقات كوم ۔په دې مهال وفاقي وزير احسن اقبال ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د ??ېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د ملاقات هركلےكوم٬هيله لرم چې مونږ د كوم سفر پېل ??ړے د وفاق د ټولو برخو سره به په ګډه دا سفر كوو ۔احسن اقبال ووئېل وزيراعظم د واجبات ادا كولو باور وركړو ٬د آئي اېم اېف مذاكرات نه پس به د خزانې وزارت واجب??ت معامله تر سره كړي۔وفاقي وزير ووئيل علي امين ګنډا پور د لوډشېډنګ مسئله هم پورته كړی٬علي امين ګنډا پور د بنديوانو معامله هم پورته كړې۔په دې موقع وفاقي وزير امير مقام ووئيل د ??ېبرپښتونخوا اولس لپاره نن د خوشحالۍ ورځ ده٬د خېبرپښتونخوا مسئلې به حل كولې شي۔امير مقام ووئيل هم دا لاره ده چې ټول په ګډه روان شو كومې څخه چې مسئلې حل كېدې شي
وزيراعظم شهباز شريف سره د صوبې مسائلو په اړه خبرې شوي٬وزيراعظم د ملاتړ باور راكړے۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د وفاقي وزيرانو احسن اقبال او امير مقام سره مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا