اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان چېلنج وركړے چې كه څلور ډزه عمران خان لګېدلے ؤ نو زه به سياست پرېږدم ګني عمران له به سياست پرېښودل وي٬ د سرلښكر چوكۍ پراختيا لپاره د آئي اېس پي آر د ډي جي بيان كافي دے٬ صوبائي حكومت يو څو كسانان په احتجاج كېښنولي۔ دا خبرې داخله وزير د ګل په ورځ خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې كړې۔ رانا ثنا الله ووئيل عمران خان دې په مقدمه كښې زما د نامزد كولو شوق پورا كړي٬ زه په تفتيش كښې شاملېدو له چمتو يم٬ ده ووئيل عمران خان په څلورو ګولو نه دې لګېدلے٬ د عمران خان دې د غېر جانبداره ميډيكل بورډ څخه چېك اپ وكړے شي۔ ده ووئيل پوځ يوه منظمه اداره ده٬ يو كس د ادارې د پاليسۍ په ضد نشي تللے ۔ رانا ثنا الله خان ووئيل عمران خان فتنه٬ فساد او اړې ګړې خپرول غواري٬ عمران خان ځكه درې نامې اخستې ٬ ده ووئېل عدليه او پاك پوځ داسې سياست لپاره استعمالول هېواد لپاره د تباهۍ وړ دي۔ ده ووئيل نويد نومې ملزم د تحريك انصاف كاركنانو نيولے ٬ چې څومره تفتيش كول غواړئ نو وكړئ خو په عمران خان د بريد اصل ملزم هم نويد دے۔ ده ووئيل د لانګ مارچ پحقله د حكومت د څلورم نومبر نه چمتوالے تيولے دے ٬ دوي په لانګ مارچ كولو كښې دېر وخت اغستے
كه څلور ډزه عمران خان لګېدلے ؤ نو زه به سياست پرېږدم ګني عمران به سياست پرېږدي۔ رانا ثنا الله خان چېلنج
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر