د آذربائیجان خارجه وزير جیهون بیراموف ته سينيټر اسحاق ډار خارجه دفتر ته په راتلو هركلے ووے


اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار د پاكستان په دوره راغلي د آذربائيجان خارجه وزير جیهون بیراموف ته د زيارت په ورځ خارجه دفتر ته په راتلو هركلے ووے۔ د خارجه وزير اسحاق ډار او د آذربائيجان خارجه وزير ترمينځه تفصيلي ملاقات وشو۔ دواړه لارښود به د د پلاويو په كچه خبرې او د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دوئي به ګډ نيوز كنفرنس هم كوي۔ د آذربائیجان خارجه وزير د شورؤ په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته رارسېدلے وو۔ دې به وزيراعظم شهباز شريف سره هم ملاقات كوي