کراچی۔23 اګست(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې د هېواد پرمختګ لپاره به يو موټې كېدو سره اجتماعي هڅې كول وي٬ په معاشي پرمختګ كښې د سوداګرو كردار مهم دے٬ د سوداګرو مسئلې حل كولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي٬ د منصفانه او سپېځلې ټاكنو عزم لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د شورؤ په ورځ په كراچۍ كښې نوموړو كاروباري شخصياتو ته خطاب كښې وكړه۔ نګران وزیراعظم ووئيل چې پاك پروردګار انسان ته د وخت په شكل كښې يو لويے نعمت وركړے دے٬ يو بل لپاره وخت ويستل تر ټولو زيات قيمتي عمل دے٬ سوداګره ورورولي په معاشي پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري ٬ روزګار د دوئي د لارې چلېږي۔ ده ووئيل سوداګره ورورولي حلاله روزي ګټي ٬ ټېكس وركوي او دا ټېكس په محرومه طبقو مصرف كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به په سماجي خذماتو كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل ګورننس يوه لويه مسئله ده ٬ ده ووئيل كه د ارزانې برېښنا رسنه باوري نه كړې شي نو په هېواد كښې به صنعتونه څنګه وده ومومي۔ ده ووئيل د خوراك او خذماتو په څانګو كښې چېلنجز سره مخ يؤ۔ ده ووئيل باور دركوم چې مونږ ټول به په ګډه كار كولو سره مثبت بدلون رامخے ته كوو۔ مونږ له به د يو بل اورېدل وي٬ د هېواد د معاشي پرمختګ سفر په ګډه ترسره كېدې شي۔ پاكستان او په خاص توګه بلوچستان ته قدرت زيات نعمتونه وركړې دي۔ هېواد د خوراك كمي او مايوسۍ سره مخ دے۔ سوال دا دې چې مونږ هر يو څيز منفي ولې اخلؤ۔ ده ووئيل په ټولنه كښې سوداګر او كاروباري شخصيات مهم مقام لري٬ پاكستاني كاروباري شخصياتو له به يو موټې كېدو سره پاكستاني برېنډ جوړول وي۔ ده ووئيل تجارانو سره هر ډول مرسته كولو له چمتو يؤ۔ ده ووئيل بهر هېوادونو څخه راتلونكې زرمبادله هم د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل سېلانی فاؤنډېشن په غوره ډول خپل خذمات ترسره كوي٬ مونږ له به د نعرو په ځايې عملي ګامونه پورته كول وي٬ د خپلو كمو جاج به اخستل وي٬ مونږ د مسئلو حل لپاره د عمل وړ ستراتيجي جوړول غواړؤ۔ په دې موقعه د اطلاعاتو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي او د كابينې نور غړو سره سره د سندھ ګورنر كامران ټېسوري هم موجود وو۔
د سوداګرو مسئلې حل كولو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي ٬ د منصفانه او سپېځلو ټاكنو كولو عزم لرؤ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ نوموړو كاروباري شخصياتو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados