اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې د حكومت او تحريك انصاف ترمينځه مذاكرات به سبا د نهې په ورځ د سهار 11 بجو په ځايې د شپې 9 بجې كېږي۔ د فريقېنو په رضا د مذاكراتو وخت بدل كړے شوے دے۔ د سېنېټ چيئرمېن لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د حكومت او تحريك انصاف ترمينځه مذاكرات به په سېنېټ سېكرټرېټ كښې كېږي۔ ده وئيل وخت د حكومت او تحريك انصاف د مذاكراتي كمېټۍ غړو د مصروفيات له امله بدل كړے شوے دے۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس