واشنګټن 21 جولائی (اے پي پي) په ??مريكا كښې د پاكستانې كميونټې لخوا د وزيراعظم عمران خان واشنګټن ته په ??سېدو تود هركلې وكړے شو۔ د واشنګټن د شهري سيمو او د امريكې د نورو ايالتونو نه را??ليو پاكستانيانو په لويه شمېره پاكستان هاؤس سره نزدې په مېساچوسټس اېونيو په قطارونو كښې ولاړ و او د وزيراعظم هركلې ئې وكړو۔ په ??ې موقع ورجينيا سره تعلق لرونكي د پاكستان د تحريك انصاف لارښود جوني بشير ووئيل چې مونږ خپل لارښود ??لت?? كتلو سره ډېر خوشحاله شوي يو۔ پاكستاني نژاد امريكايان ده سره د محبت څرګندونې لپاره ??لت?? را??ونډ شوي دي۔ دې هركلي كوونكو د پاكستان او د پاكستان تحريك انصاف بېرغونه هسك كړي وو۔ يو بل وګړي عمران بټ ووئيل چې زه ډېر خوشحاله يم چې وزيراعظم عمران خان ??لت?? را??لو۔ زه باور لرم چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د چېلنجونو په لرې كولو كښې بريالې شي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ب ه قومي دوستي وي۔ يو بل وګړي سادات رانا ووئيل چې پاكستانې ټولنه كېپيټل اېرينا كښې د وزيراعظم عمران خان د وېنا په ??نتظار ده۔ مونږ ډېر خوشحاله يو او باور لرو چې دا به تاريخي دوره وي او د دواړو هېوادونو اړيكې به لا ښې شي۔ نيويارك سره تعلق لرونكي عمران اګرا ووئيل چې مونږ فخر كوو چې په پاكستان كښې په ??ې وخت كښې يو معبتر وزيراعظم موجود دے٬ بهر مېشته پاكستانيان په ??پل وطن كښې سرمايه كاري كول ??واړي۔ هر كلي كوونكو د پاكستان زنده باد نعرې ووهلې او روايتي ګډاګانې ئې وكړې۔ د ډېلاس هوائي اډې نه تر واشنګټن ډي سي د 100 موټرو لاريون وزيراعظم سره ووتلو چې مقصد ئې د پاكستان پرمختګ عزم لپاره د وزيراعظم ستائنه كول وو۔ وزيراعظم به د جولائي په 22مه نېټه امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د وزيراعظم جوړېدو نه پس د وزيراعظم لخوا دا د امريكې وړومبې دوره ده۔ وزيراعظم به په ??فغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان په ??زم هم خبره كوي۔ په ??ې موقع به د پاكستان او امريكې په ګڼ اړخيزه مرسته او دوه اړخيزه اړيكو هم خبره كېږي۔ په واشنګټن كښې پاكستانيانو سره په ملاقاتونو كښې به هغه د نوي پاكستان په وژن رڼا اچوي۔ هغه به د كانګرېس غړو٬ كارپورېټ مشرانو او نامتو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دورې سره به د شريكې ګټې په ??نياد شركت لا قوي شي۔ د وزيراعظم د امريكې دوره به د شريكو اړيكو په ??يا د سره جوړولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي۔ په پاكستاني پلاوي كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او د آيي اېس آئي مشر هم شريك دي۔ د امريكې اولس مشر ټرمپ به په ??وول ??فس كښې د پاكستاني لارښود هركلې كوي٬ د پېنټاګون مشرانو او د كابينې غړو سره به د وزيراعظم مېلمستيا هم كولې شي۔
په امريكا كښې د پاكستانې كميونټې لخوا د وزيراعظم عمران خان واشنګټن ته په رسېدو تود هركلې وكړے شو
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔