لاهور۔9نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې حكومتي اقداماتو سره معيشت كښې ښكاره ښه والې راممې ته شوې ٬ قطر او آذربائیجان په پاكستان كښې د 5 ارب ډالرو سرمايه كارۍ له چمتؤ دي٬ د علامه اقبال افكار زمونږ د پرمختګ او سوكالۍ لاره ده٬ ځوانان خپلواكه جوړؤ٬ د پي ټي آئي مؤسس خپل خوشې كېدو له د ګوند مشرتابه دھرنو او انتشار لپاره پاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د اقبال مزار ته د حاضرېدو په موقعه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر وو??يل د تېر وخت په مقابله كښې اسلامي نړۍ د اقبال د خودۍ پېغام ته زياته اړتيا لري٬ د اقبال افكار زمونږ لپاره د پرمختګ او سوكالۍ لاره ده۔ وفاقی وزیر وو??يل د وزيراعظم شهباز ش??يف ويژن ښكاره دے مونږ له به پور نه بلكې سرمايه كارۍ ته وده وركول وي۔ ده وو??يل ډېر زر هېواد ته سرمايه كاري راروانه ده۔ ده وو??يل د حكومتي هڅو په نتيجه كښې معيشت كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې دې٬ ګراني كمه شوې ده٬ ترسيلات زيات شوي دي۔ اوس به پاكستان له كه پاك پروردګار ته منظور وي پرمختګ كول وي۔ ده وو??يل ملګرو هېوادونو سره د پورونو نه بلكې د سرمايه كارۍ خبره كوؤ۔ سعودي عربستان سره د سرمايه كارۍ لوظنامې 6 اربه ډالره څخه زياتې شوي دي٬ قطر په پاكستان كښې د 3 اربه ډالرو سرمايه كاري كولو له چمتو دے۔ آذربائیجان په پاكستان كښې د 2 اربه ډالرو سرمايه كاري كوي٬ سي پېك تندۍ سره مخ په وړاندے روان دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د پاكستان خارجه پالېسي هم ښه شوې ده ۔ ده وو??يل ځوانانو ته د روزګار موقعې وركوؤ۔ ده وو??يل د پي ټي آئي باني د ګوند مشرتابه دھرنو او انتشار له پاروي۔ عطاﺀ تارړ وو??يل د كشمير او فلسطين په مسئله بايد سياست ونكړے شي٬ د فلسطين په اړه د زېك ګولډ سمتھ د بيان تر نن ورځې چا غندنه نه ده كړې٬ د پي ټي آئي فنډنګ كوؤنكي اسرائيل لپاره كار كوي۔ اسرائيل لپاره فنډز جمع كولو سره بې ګناه وګړي په نخښه كولې شي۔ فاقی وزیر وو??يل د افسوس خبره داده چې په خېبر پښتونخوا كښې هېڅ كار نه كيږي۔ دغلته نه په ګرانۍ كښې كمې راځي او نه د ګاډو كرايې كمېپږي۔ ده وو??يل پي ټي آئي د اېس سي او د سبوتاژ كولو هڅه وكړه ، د 12 هېوادونو وزيراعظم پاكستان ته راروان وو او پي ټي آئي احتجاج كولو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د 26 م آئيني بد??ون چا هم پ?? ښكاره توګه مخالفت نه دے كړے۔ وکلاء د 26م آئینی ترمیم ملاتړ وكړو۔ فاقی وزیر وو??يل په كوئټه كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنې غندنه كوؤ۔ ده وو??يل هېواد څخه د ترهګرۍ نوې ويستلو له به ټول ممكنه اقدامات پورته كولې شي۔ د كركټ ډپلومېسی په اړه د يوې بوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير وو??يل كركټ بايد سياست څخه پاك وي۔ ده وو??يل چېمپئنزټرافی د پاكستان حق دے او دا به هم دلته كيږي۔
حکومتی اقداماتو سره معيشت ښه شوے ٬ د علامه اقبال افكار د پرمختګ او سوكالۍ لاره ده ٬ د پي ټي آئي مؤسس خپل خوشې كېدو له د ګوند مشرتابه دھرنو او انتشار لپاره پاروي : عطاﺀ تارړ
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado