ابوظهبي 28 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ هېواد د پوليو وائرس څخه پاكولو لپاره د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئېلي دي حكومت د يو صحت مند او محفوظ پاكستان لپاره لوظې دے او په دې هلو ځلو كښې د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن غوندې د باور وړ شراكتدار مرستياله ګرځېدے شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن ترمينځه په ټېليفون خبرې شوي چې پكښې د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په روانو هلو ځلو كښې په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيراعظم دا مهال د متحده عرب امارات په سركاري دوره دے۔د ټېليفوني تماس په مهال وزيراعظم د بل ګيټس سره په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د خپل ملاقات ذكر هم وكړو۔وزيراعظم پاكستان د پوليو څخه محفوظ هېواد جوړولو حكومتي هلو ځلو كښې د ګيټس فاؤنډېشن مرسته وستائېله۔ده هېواد د پوليو وائرس څخه پاكولو لپاره د پاكستان غېر متزلزل عمل پخلے هم وكړو۔په دې لړ كښې وزيراعظم بل ګيټس ټول پاكستان كښې د روان پوليو ويكسينيشن كمپائن په اړه خبر كړو۔د دې نه علاوه د خوراك كمي مسئلو او د مور او بچي د صحت موضوعات په اړهم خبرې شوي۔وزيراعظم د حكومت او بي اېم جي اېف ترمينځه په ښه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت يو صحت مند او محفوظ پاكستان لپاره عزم لري او په دې هلو ځلو كښې بي اېم جي اېف پشان د باور وړ شراكتدار مرستياله ګرځېدے شي۔
د وزيراعظم انوار الحق كاكړ او د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن ټېليفوني تماس ٬پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په روانو هلو ځلو په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria