اسلام آباد 28 مارچ (اے پی پی)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)د لا دوه لكه مېټرك ټنه چينو برآمد كولو اجازه او د پاكستان سټيل ملز كراچۍ ملازمانو لپاره د يوې مياشتې تنخا له د 38 كروړه روپو وركولو منظوري وركړی ده دغسې نان فائلرز لپاره د بانكونو په لين دين د 0.4 فيصد شرح د ود هولډنګ ټېكس نافذولو موده تر 30 جون پراخا كولو پريكړه شوې ده ۔د اقتصادي رابطه كمېتۍ غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې وشوه۔دا خبره دې ښكاره وي چې پاكستان شوګر ملز اېسوسي اېشن د چينو برآمد كولو موده تر 31 مئي 2017 پراخا كولو او د برآمدي مقدار زياتولو خواست كړی ؤ۔غونډه كښې د اېف بي آر لخوا په وړاندې كړی شوې سمرۍ اي سي سي نان فائلرز لپاره د بانكونو په لين دين د 0.4 فيصد شرح سره د ود هولډنګ ټېكس نافذولو موده د جون تر 30 نېټې پراخا كولو منظوري وركړی شوې دغسې د پاكستان سټيل ملز كراچۍ ملازمانو له د دسمبر 2016 تنخا وركولو لپاره د 38 كروړه روپو وركولو منظوري وركړی شوې ۔دې سره سره د د قامي خوراك سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت په سمرۍ اي سي سي سركاري څانګې لپاره د 70 لكه 50 زره ټنه غنمو اخستو هم منظوري وركړې شوې ده ۔
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د كابينې د اقتصادي رابطه كمېتۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت