اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د هغمږۍ او مينځني ختيز چارو صلاحكار حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې د وزيراعظم لخوا هند ته د كشمير پشمول په ټولو مسئلو د مذاكراتو بلنه د پاكستان د ښكاره دريځ ترجماني ده٬ د هند حكومت له په اقليتونو او كشميريانو د ظلم بندولو سره د ټولو مسئلو حل لپاره د مذاكرات پلو تلل پكار دي۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د عرب او پاكستان ابلاغ ذريعو سره په خبرو كښې كړې۔ حافظ محمود اشرفي وئېلي دي چې كه هند چرې په مذاكراتو كښې خوښي لري نو هغوي له به د كشمير مسئله د كال 2019 په كچه راوستل وي٬په كال 2019 كښې د هند لخوا شوي اقدامات د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوالې ورورولۍ د دريځ په ضد دي٬ پاكستان چرته هم د مذاكراتو څخه تېښته نه ده اختيار كړی٬د كشمير په مسئله د سعودي عرب او د اسلامي مرستې تنظيم دريځ د پاكستان د دريځ له مخې دې٬د كشمير مسئله نظرانداز كولو سره هند سره د مذاكراتو عمل ممكن كېدې نه شي۔ د هند پاكستان مذاكرات او د كشمير مسئلې حل په منطقه كښې خوشحالي راوستلې شي۔ ده ووئيل چې اسلام د جبري مذهب بدلون يا د جبري واده اجازه نه وركوي٬د پاكستان علماﺀ په دې فتوی وركړی دي٬د جبري وادونو او مذهبي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر رپورټ د حقائق په ضد دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف يو عرب ټي وي سره په مركه كښې هند ته د كشمير مسئلې پشمول په ټورو چارو د مذاكراتو بلنه وركولو سره د پاكستان د ښكاره دريځ ترجماني كړی٬وزيراعظم شهباز شريف چې كوم بيان وركړی هغه د ټولې نړۍ مؤقف دے۔ ده ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې د امن لپاره مذاكرات غواړي۔
د وزيراعظم لخوا هند ته د كشمير پشمول په ټولو مسئلو د مذاكراتو بلنه د پاكستان د ښكاره دريځ ترجماني ده۔ حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت