اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د نهې په ورځ د اتحادي ګوندونو مشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري او د اېم كيو اېم كنوينر ډاكټر خالد مقبول صديقي سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف مولانا فضل الرحمان سره ملاقات لپاره د هغه استوګنې ته لاړو۔ دې سره سره وزيراعظم شهباز شريف سردار عطاء اللہ مېنګل، ډاکټر خالد مګسی، شاہ زین بګټي او اسلم بھوتانی سره هم ملاقاتونه وكړل۔ وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظم منصب لپاره د ده په نومولو او بيا د رايې د لارې ټاكل كولو كښې د ده په مرسته كولو د ټولو لارښودو او د قومي اسمبلۍ غړو مننه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د اتحادي ګوندونو مشرانو سره د كابينې په تشكيل كولو هم مشاورت وكړو۔ ده ووئيل مونږ به هم دغې جذبې او شريك باور سره مخ په وړاندې ځؤ د كومې د لارې چې مونږ دې منزل ته رارسېدلې يؤ۔ ده د اتحادي ګوندونو مشرانو ته باور وركړو چې اتحاد، مشاورت او مرستې سره به مخ په وړاندې تګ كوؤ او مسئلې به په ګډه حل كوؤ۔
د وزيراعظم شهباز شريف د اتحادي ګوندونو مشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا