اسلام آباد 16 نومبر(اے پي پي)د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان د شورو په ورځ ماښام په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلې دے ۔ د تركيې اولس مشر له د دې دورې بلنه د پاكستان اولس مشر ممنون حسېن وركړې ده ۔اسلام آباد ته په رارسېدو وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيې اولس مشر تود هركلے وكړو۔د تركيې وړومبۍ مرمن هم اولسمشر سره پاكستان ته راغلې ده او په دې موقع د پاكستان وړومبۍ مېرمن كلثوم نواز شريف د مېلمنې هركلي له موجود وه۔ مېلمنو ته اسلام آباد ته په راتګ د ګلونو ډالې وړاندې كړې شوې۔ په دې موقع د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شریف، د وفاقي كابينې غړي او نور چارواكي هم موجود وو۔د تركيې اولس مشر به د دورې په مهال د پاكستان خپل همڅنګ ممنون حسېن او وزیراعظم محمد نواز شریف سره به هم ملاقات كوي۔ د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به (نن) د زيارت په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا كوي۔
د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل