اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د چين پاكستان اقتصادي لار د پاكستان په پرمختګ او د اولس په خېر ښېګړه كښې مهم كردار ترسره كوي، د چينائي مرستې او سرمايه كارې په سبب په پاكستان كښې د انفراسټركچر ، پبلك ټرانسپورټ په پرمختګ او د برېښنا په بحران قابو موندلو كښې ډېره مرسته شوې، د چين په مرسته روانې پرمختيائي پروژې به نور تعطل سره مخ كېدو ته ورنه كړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د شنهائي الېكټرك صدر لوپهنګ په مشرې كښې چينائي پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د شورو په ورځ ملاقات وكړو. په ملاقات كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان، د پېټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك، خاص مرستيالانو ظفرالدين محمود، ډاكټر جهانزېب خان او اړوند چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د پاكستان په پرمختګ او د دې ځائ د خلقو په ښېګړه كښې مهم كردار ترسره كوي.ده ووئيل چې د چينائي صدر شي جن پنګ او چينائي مشرتابه لخوا په هر سخت وخت كښې د پاكستان په مرسته زما پشمول ټول قوم مننه كوي. په دې موقع غونډې ته ووئيل شول چې شنهګائي الېكټرك په پاكستان كښې په نوره سرمايه كارې كولو كښې خوښي لري او وزيراعظم د دې هركلې وكړو. د شنګهائي الېكټرك صدر د وزيراعظم او د هغه د ډلې د پلان تكميل لپاره په مرسته مننه وكړه.
د چين پاكستان اقتصادي لار د پاكستان په پرمختګ او د اولس په خېر ښېګړه كښې مهم كردار ترسره كوي. وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان