پینډۍ 29 نومبر (اے پي پي) موده تر سره كونكي سرلښكر جنرال راحيل شريف هند ته په څرګندو ټكو وئېلې دي چې زمونږ د تحمل پالېسي كمزوري ګڼل به هند له پخپله خطري وي٬په سوئېلي آسيا كښې پوخ امن او پرمختګ د كشمير مسئلې هواري نه غېر ممكن نه دے ٬د كورنو او بهرنو خطرو مخ نيوي له د كرپشن او انتهاخوښۍ لرې كولو ته اړتيا ده٬د سي پېك سره به د پاكستان٬چين او مينځني آسيا نورو هېوادونو شريكه مرسته او څوكالۍ زياته شي٬د سي پیك مزل پېل شوے او دا مزل اوس څوك هم نه شي اېسارولې ۔ سي پېك ته د زيان رسولو هڅه كونكې هم به د سي پیك د كاميابو او ميوو نه استعفاده كولې شي٬ ده ووئېل په افغانستان كښې امن لپاره زمونږ سنجيده هڅې به تل ياد ساتلې شي او د سياسي مفاهمت د لارې پھ افغانستان كښې امن لپاره هلې ځلې شوي دي ٬ ده ووئېل ناوړه امنيتي وضعه او پېښ چېلنجونه لا ختم شوي نه دي۔ده د نهې په ورځ په پینډۍ كښې د ملازمت م??ده بشپړولو نه پس د كمان بدلولو دستورې ته خطاب كولو۔ په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬خارجه سلاحكار سرتاج عزيز٬د سېفران وزير عبدالقادر بلوچ٬د اطلاعات خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب پشمول پارلماني غړو او اعلٰی سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔د پاك پوځ د كمان بدلولو دستوره كښې جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر حيات٬د پاك پوځ او بحريه مشرانو٬غېر ملكي سفارتكارو پشمول نورو كسانو ګډون وكړو۔جنرال راحيل شريف ووئيل د سرلښكر په حېث ما قامي ګټه تر نظره ساتلې٬د اولس بشپړه مرسته راسره وه او پھ دې زه د قام او پاك پوځ مننه كوم۔ده ووئيل د پاك پوځ سره د هېواد او ملت قوي تعلق لري او هيله ده چې سباؤن كښې به دا لا مستحكم شي۔ده ووئيل پاك پوځ به تل د قام د هيلو او باور تر مخه زمه وارۍ تر سره ك??ي ۔ده ووئيل د پاك پوځ په كاميابو كښې اېف سي٬رينجرز٬پوليس٬ليويز او د نورو امنيتي ځواكونو قربانۍ هم شاملې دي۔ده وئيل ضرب عضب عملياتو كښې ترلاسه شوې كاميابۍ اعلٰی مثالونه دي۔ده ووئيل د هېواد دفاع له د پاك پوځ سره سره وګړو٬مېرمنو٬ماشومانو او مشرانو هم قربانۍ وركړي٬مونږ شهيدانو ته سلام كوو۔ده ووئيل د هېواد په ضد ناوړه عزائم به چرې ه?? كامياب نه شي۔د هېواد دفاع ناقابل تسخير ګرځولې شوې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد ځانګړی كاميابۍ ترلاسه شوي٬بلوچستان او كراچۍ كښې امن راوستل٬د ضرب عضب عملياتو د كاميابيو ميوې ښكاره ښكاري ۔ډه د وفاق او صوبائي حكومتونو د مشرتابه مننه كول?? سره ووئيل زمونږ پھ كاميابو كښې د هغوي هڅې هم شامل دي٬زه په دې خبره خوشحاله يم چې زمونږ دغه ټولو هڅو ته د مېډيا باور هم ترلاسه دے ۔ ده ووئېل قامي اتفاق كښې د مېډيا مثبت كردار او د خبريالانو مننه كوم۔ده ووئيل د هوائي ځواك او پاكستان نيوي هم مننه كوم۔ده ووئيل زمونږ پھ كاميابو كښې د هغوي مرسته هم ترلاسه ده۔د وسله وال ځواكونو شريكې رابطې٬مرسته زمونږ اثاثه ده۔ سر لښكر ووئېل د امنيت خراب حالت٬پیښ چېلنجونه تراوسه ختم شوي نه دي٬د تېرو كلونو كاميابو او استحكا?? لپاره د شهيدانو قربانۍ به په هېڅ صورت نه هېروو٬ ده ووئېل قام او ادارې دې په ګډه د صورتحال مخ نيوي وكړي او د كوم هم كورنو او بهرنو خطرو مخ نيوي له د كرپشن او انتهاخوښۍ خاتمې ته اړتيا ده۔ ده ووئېل په قامي ايكشن پلان دې عملدرآمد باوري كړې شي۔ده ووئيل بشپړه امن راوستو له به زمونږ دا مزل روان وي٬زمونږ منزل لرې نه دے ٬ جنرال راحيل شريف ووئېل د كورنيو او بهرنيو خطرو تر بشپړه مخ نيوي به هلې ځلې كوو۔ده ووئيل له بده مرغه هند پھ مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهه ګري او جارحيت پیل كړې چې ورسره د سيمې امن خطر سره مخ شوې٬هند ته په ډاګه كول غواړو چې د پاكستان د تحمل پالېسي كمزوري ګڼل به هند له خطري وي٬ راخيل شريف ووئېل په افغانستان كښې امن لپاره زمونږ سنجيده هڅې به تل ياد ساتلې شي او د سياسي مفاهمت د لارې پھ افغانستان كښې امن لپاره هڅې شوي٬سياسي مفاهمت لپاره دې كار وكړې شي او امن لپاره زمونږ هڅې ټولې نړۍ ستائېلې دي۔ده ووئيل سيمه كښې د امن او څوكالۍ ضمانت سي پیك دے٬ سي پېك سره به د پاكستان٬چين او مينځني آسيا نورو هېوادونو شريكه مرسته او څوكالي زياته شي٬د سي پیك مزل پېل شوې او دا مزل اوس څوك هم نشي اودرولې۔ ده ووئېل بائد سي پېك ته د زيان رسولو هڅه كوونكې هم د سي پیك په كاميابو او ميوو كښې شامل شي۔ده ووئيل نن د پاك پوځ څخه په رېټائر كېدو زه وياړ لرم چې زما د ژوند يو لويې مقصد لپاره تېر شوے ٬د دې ادارې سباؤن روښانه دے ۔ده ووئيل مونږ د ادارو په استحكام باور لرو٬په دې لړ كښې به تل هلې ځلې كولې شي چې ټولې ادارې په ګډه د هېواد سلامتيا او استحكام له كار وكړي۔ راخيل شريف ووئېل دا كمان بدلول زمونږ د اعلٰی اقدارو د تسلسل علامت دے۔ده ووئيل د پاك پوځ اعلٰی پېشه وره معيار او د قربانۍ روايت او جذبې سره به د هېواد خذمت م??دم ساتلې شي
كورنو او بهرنو خطرو مخ نيوي له د بډو او انتهاخوښۍ لرې كولو ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : گرم گرم