اسلام آباد 07 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی وئيلي دي د امریکې سفارت تل ابیب څخه یروشلم ته د منتقل کولو پھ اړه د امريكې پريكړه د نړيوال قوانین ښكاره خلاف ورزی ګرځولې ده۔ د زيارت پھ ورځ د سېنېټ سیکټريټ لخوا جاري كړې شوي پریس ریلیز له مخې میا رضاربانی د دې خيالاتو څرګندونه د اردن ایوان نمائندګان صدر انجینئر عاطف التروانح ??ره ملاقات په مهال وكړه۔ میا رضاربانی دا مهال د اردن په دوره د سېنېټ پلاوي مشر?? كوي۔ پلاوي كښې سناتور جاوید عباسی ، سردار اعظم خان موسیٰ خیل او بریګیډیئر جان کنیتھ ویلم?? شامل د??۔ ده ووئيل یروشلم يوه شخړيزه سيمه ده او د هغې موجودہ حا??ت بدلول د امن هڅو ته زيان رسول د?? او دې ??ره به سيمه كښې امن ، مسلم او په ټوله نړۍ منفی اثرات مرتب شي۔ میاں رضاربانی د اردن ایوان نمائندګان صدر مقبوضه کشمیر كښې د بشرې حقونو خلاف ورزیو په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل کشمیر او فلسطین پخوانۍ راهسې شخړې دي۔ د اردن ایوان نمائندګان صدر په مقبوضه کشمیر كښې په د هند د بشري خلاف ورزیو په ضد پاکستان ??ره د يووالې څرګندونه وكړه او د کشمیر په مسئله ئې د ملاتړ باور وركړو۔
د امریکې سفارت تل ابیب څخه یروشلم ته د منتقل کولو پھ اړه د امريكې پريكړه د نړيوال قوانین ښكاره خلاف ورزی ده
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن