اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀالله تارړ وئيلي دي د فل كورټ جوړول اوس لازم شوي٬كه چرې فل كورټ جوړ نه كړے شو نو دا معامله به نور هم زور اونيسي او مونږ غواړو چې د سپريم كورټ وقار بحال پاتې شي٬قام ون مين شول نه قبلوي۔هغه د جمعې په ورځ د سپريم كورټ په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې۔د وزيراعظم خاص مرستيال عطاتارړ ووئېل كه چرې بينچ داسې ماتېږي او جوړېږي نو د ادارې په څه نوم پاتې شي ؟چيف جسټس له پكار وه چې فل كورټ بينچ جوړ كړي ٬ټول قام په دې معامله خفه دے ۔ده ووئيل په نن بينچ د وكيلانو تحفظات لرل او د بينچ جوړېدو نه پس اعتراض شوے٬ ده ووئېل د سماعت څخه وړاندې د سركلرز د لارې د ججانو د آرډر نفي غلط عمل دے ٬كه چرې داسې پريكړې وشوه نو د دې ادارې به څه تشخص پاتې شي؟ ده ووئېل د ټولو مسئلو پريكړه د مشاورت نه پس پكار ده٬قام د وړاندې نه په مسئلو كښې بوښت دے٬ په ګډه ناستې سره دې مسئلې حل كړې شي۔ده ووئيل په هېواد كښې يو آئيني بحران راپېدا شوے خو تارړ به د آئين پاسدارۍ لپاره ولاړ وي۔۔(
فل كورټ جوړول اوس لازم شوي٬كه چرې فل كورټ جوړ نه كړے شو نو دا معامله به نور هم زور اونيسي او مونږ غواړو چې د سپريم كورټ وقار بحال پاتې شي۔خاص مرستيال عطاتارړ
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر