اسلام آباد 28 فروری (اے پی پی) د پارلمان د دواړو ايوانو سياسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په اړه 21 آئيني بدلون له سلا شوي٬ د پوځي عدالتونو موده به دوه كاله نوره پ??اخه كولې شي۔ د پارلمان دننه د سياسي ګوندونو د مشرانو غونډه د نهې په ورځ د سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار، د وزیراعظم سلاحكار بېرسټر ظفر اﷲ، شېخ آفتاب احمد، سناتور سراج الحق، شاہ محمود قرېشي، ډاکټر شېریں مزاري، سناتور اعظم سواتي، حاجي غلام احمد بلور، شېخ رشید احمد، شېخ صلاح الدین، آفتاب احمد خان شېرپاؤ، حاجی شاہ جی ګل آپریدي او د سناتور مشاهد اﷲ پشمول نورو ګډون وكړٶ۔ غونده كښې پيپلز ګوند ګډون نه دے كړې۔ د غونډې نه پ?? ميډيا سره په خبرو كښې د خزانې وزير اسحاق ډار ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل غون??ه كښې د پيپلز ګوند نه علاوه ټول ګوندونه ګډون كړې۔ ده ووئيل غون??ه كښې د رائيو اتفاق سره د پوځي عدالتونو د مودې پراخه كولو پرېكړه شوې٬ توقع ده چې پيپلز ګوند به هم د ټول ګونديز كفنرنس د كارې په دې پرېكړه كښې شريك شي۔ ده ووئيل د مارچ په 6مه نيټه به د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې شي چې پكښې به د پوځي عدالتونو پراختيا له آئيني او قانوني مسوده وړاندې كولې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل غون??ه كښې اصولي پرېكړه شوې كه كومه نكته بدلول وي نو د قامي اسمبلۍ په غونده كښې به د لږ ډېر بدلون سره د حتمي مسوده پ??ېكړه كولې شي۔ د غونډېي نه پ?? ميډيا سره په خبرو كښې شېخ رشيد احمد ووئيل د پوځي عدالتونو موده دوه كاله پ??اخه كولو له سلا راغلې په دې معامله حكومت سره ملګري يو٬ دوه كاله پ?? به ټول كېسونه د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالتونو ته منتقل كولې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل نګرانۍ له د پارلماني كمېټۍ په تجويز هم سلا راغلې۔ ده ووئيل د پراختيا د مودې اطلاق به د 7مې جنورۍ كال 2017 نه كېږي ۔ آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل د پوځي عدالتونو موده دوه كال پراخه كولو له سلا شوې مونږ هيله لرو چې دا به په آخري ځل وي چې د پارلمان په نګرانۍ كښې به كمېټي جوړولې شي۔ صاحبزادہ طارق اﷲ ووئيل ترهه ګري دې كوم مذهب سره ونه تړلے شي او دا خبره دي هم د مسودې نه وباسلے شي۔ ده ووئيل حكومت باور راكړې د پارلمان په نګرانۍ كښې به كمېټې جوړولې شي ۔ حاجی غلام احمد بلور ووئيل مونږ له به په هر ممكنه ډول د ترهه ګرۍ لاره نيول وي٬ پښتون٬ پنجابي ٬ سندھې او بلوچيان وروڼه وروڼه دي ٬ ټول له يو ځائ اوسېدل دي۔
د پارلمان د دواړو ايوانو سياسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په اړه 21 آئيني بدلون له سلا شوي
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل