مظفر آب??د 24 فروري(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي کشمیريانو ځوانانو د ظلم او جبر د نوې لړۍ په مړانه مقابله كولو سره د آزادۍ غورځنګ كښې نوې روح پوكلې٬ نړيواله ورورولي دي د كشميري اولس د خپلواكۍ حق نه د سر غوړونې څخه ډډه وكړي ٬ كه د ظلم او بې انصافۍ لاره ونه نيولې شوه نو څوك به بيا په نړۍ كښې د آزادۍ ا?? خپلواكۍ خبره ونه كړې شي٬ پاكستان به د خپلو كشميريانو ورڼو اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي ۔ د اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د جمعې په ورځ په آزاد كشمير كښې د قائد اعظم پحقله دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړ??۔ په دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان او وزیراعظم راجه فاروق حېدر خان هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل داسې دستورې د قائد اعظم او د کشمیر د قوي تعلق يادونه راتازه كوي او په دې مهال د آزاد ??و مقبوضه كشمېر لارو ګودرو څخه د قائد اعظم خوشبو راځي۔ ده ووئيل كوم خلق چې د دې قوي خپلولې تصور نه لري ھغوي دې كشمير به جوړېږي د پاكستان غږ واوري۔ ده ووئيل قائد اعظم د لرې او سختو لارو مزل كولو سره د كشمير او پاكستان خپلولي واضحه كړې او د نړۍ كوم طاقت دې تعلق كښې خنډان نه شي راولاړولې۔ ده ووئيل نړۍ كښې چرته چې بشري حقونه د پښو لاندې كړې شوې او اولس د آزادۍ نه محرومه كړې شوي نو د مقاٶمت غورځنګونه منظم شوي دي ٬ ده ووئېل د تېرو 70 كالو راهسې چې په كومه مړانه او استقامت كشمري اولس د آزادې هڅې كړي د دې مثال تاريخ كښې نشته ۔ اولس مشر ووئيل كشميري اولس سره سره كشميريان مشران هم قربانۍ وركوي او د تېرو 70 كالو راهسې د زندان سزاګانو سره مخ دي او دوي لپاره د زندان او كور فرق ختم شوې۔ اولس مشر ووئيل غېر ملكي ځواكونو د كشميريانو په ضد هره حربه كارولې او تر دې چې پېلټ ګنز ئې هم كارولي۔ اولس مشر ووئيل دا خبره ښكاره ده چې د كشميريانو د حريت جذبه د پښو لاندې كېدې نشي٬ مقبوضه كشير كښې په زرګونو كسان د عدالت نه بهر وژلې شوي يا غائب كړې شوې او په لكهونو مېرمنې كنډې ??و ماشومان يتيمانان شوي٬ ده ووئيل نړيواله ورورولي دي د كشميري اولس د خپلواكۍ حق نه د سر غوړونې رويه پرېږدي٬ كه د ظلم او بې انصافۍ لاره ونه نيولې شوه نو څوك به بيا په نړۍ كښې د آزادۍ ا?? خپلواكۍ خبره ونه كړې شي ٬ ۔ دستورې ته د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان او وزيراعظم راجه فاروق حېدر هم وېنا وكړه ۔ اولس مشر ممنون حسېن دستوره كښې په ملې نغمو او سرود د پرفارمنس كوٶنكو ماشومانو د جذبې ستائنه وكړه۔
کشمیريانو ځوانانو د ظلم او جبر د نوې لړۍ په مړانه مقابله كولو سره د آزادۍ غورځنګ كښې نوې روح پوكلې
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ